د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، داسې هېڅ نوی شرط نه دی مطرح شوی چې هغه دې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي له ګوند سره د سولې خبرې ودروي.
د دغې شورا ویاند تواب غورځنګ نن له ازادي راډیو سره په خبرو کې هیله څرګنده کړه چې له حزب اسلامي ګوند سره د سولې خبرې ژر نهايي شي.
دا څرګندونې له هغې وروسته کیږي چې په دې وروستیو کې اسوشیټېډ پرېس خبريٍ اژانس راپور ورکړی و چې حزب اسلامي د سولې د موافقې د لاسلیک لپاره داسې نوي شرطونه وړاندې کړي چې ښايي د هغه منل د افغانستان لپاره ناممکن وي.
د حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ د سولې د موافقې هوکړه نږدې یوه میاشت وړاندې نهايي شوه او د ارزونې لپاره یې ولسمشرغني او د سلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار ته ولیږل شوه .