مظاهره چیان: ډیورنډ کرښه هیڅ کله د سرحد په توګه نه منو

په کابل کې مظاهره کوونکو له ملګرو متلونو وغوښتل چې پر پاکستان فشار راوړي څو د افغانستان پر خاوره د دوی په خبره له ښکاره تېري لاس واخلي.

د مظاهرې ګډونوالو ویل چې افغانان به هېڅکله د ډیورنډ فرضي کرښه د سرحد په توګه ونه مني او افغان حکومت باید له پاکستان څخه د سوداګرېزو توکو د واردولو بدیله لار ومومي.

دوی چې د کابل ښار د شهر نو په پارک کې راټول شوي و د پاکستان او د دغه هېواد د استخباراتي ادارې پرضد یې شعارونه ورکول.

په کابل کې د پاکستان پر ضد دغه لاریون په داسې حال کېږي چې موده وړاندې په تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په وسله والو نښتو کې دواړو خواوو ته مرګه ژوبله واوښته.