د افغانستان او پاکستان پر اړیکو د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم د افغانستان پاکستان د ورستیو ترینګلو اړیکو او مناسباتو او په دې تړاو د یو شمېر نویو مسایلو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې لیکلي چې، د افغانستان امنیت شورا په خپله ناسته کې ټینګار کړی چې له پاکستان سره دې د اندېښنو وړ مسایلو په اړه یو میکانیزم جوړ شي.

سرخط په خپل دغه مطلب کې د اراګ په حواله لیکلي ملي امنیت شورا په تورخم کې د ورستۍ ستونزې په اړه د دواړو لوریو د اندېښنو لرې کولو لپاره د هغه هېواد له چارواکو سره د مذاکرې په هدف پاکستان ته د افغان دولت د بین الوزارتي پلاوي سفر وارزاوه.

په مطلب کې راغلي چې امنیت شورا د پاکستان ورستیو سرغړونو ته په اشارې سره د افغانستان پر کلیو یو ځل بیا د هغه هېواد نظامي بریدونه د نړیوالو اصولو او قواعدو خلاف او د نه منلو وړ بللي دي.

اصلاح:

اصلاح دولتي ورځپاڼې بیا په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه یو مطلب خپور کړی دی.

په مطلب کې راغلي چې په کوټه کې د یو ان اچ سي ار مشر ویلي افغان کډوال څوک په زور خپل هېواد ته نشي شړلی.

په مطلب کې دغه شان راغلي په کوټه افغان جنرال کونسل ویلي چې د افغان کډوالو ستونزه یوه بشري ستونزه ده او باید سیاسي چلند ورسره ونشي.

ویسا:

خو په ورته وخت کې ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې لیکلي چې پاکستاني چارواکو ویلي له خیبر پښتونخوا څخه یې ۲۵۴ افغان کډوال د تورخم له پولې اړولي دي.

د سرچینې له قوله لیکل شوي چې رایستل شوي افغانان د دوشنبې په ورځ په تورخم کې افغان سرحدي چارواکو ته سپارل شوي دي.

په مطلب کې دغه شان راغلي چې په ورته وخت کې د پېښور یو شمېر اوسیدونکو هم مظاهره کړې او له خیبر پښتونخوا څخه یې د افغان کډوالو د ایستلو غوښتنه کړې ده.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو بل مطلب کې بیا د قدرت پاکستانۍ ورځپاڼې په حواله لیکلي چې، د پاکستان صدراعظم نواز شریف د خپل امنیتي سلاکار سرتاج عزیز له دندې د لرې کولو پرېکړه کړې ده.

په مطلب کې ویل شوي چې سرتاج عزیز د هند او پاکستان د دوستۍ او د افغان پالیسۍ خلاف څرګندونې کړې دي.

ویسا د سرچینې په حواله لیکلي چې ډېر ژر به دا خبر خپور شي.