دانش: هېوادونه دې د نیابتي جګړې پرځای د سیمې د اقتصاد لپاره کار وکړي

افغان حکومت وايي چې یو شمېر هېوادونه دې په دی هېواد کې د منفې رول لوبولو پرځای مثبت رول ولوبوي او د سیمې په اقتصادي وده کې دی برخه واخلي.

د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وايي د افغانستان حکومت د سیمې د مهمو پروژو د عملي کولو په برخه کې مهم اقدامات تر سره کړي او دغه هلي ځلي رواني دي.

افغان چارواکي وايي چې په دې وروستیو کې د افغان حکومت له خوا د ځینو ملي او سیمه ییزو پروژو تطبیق د ګاونډیو تر منځ د مثبتې سیالۍ زمینه برابره کړې ده.

د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د سې شنبې په ورځ په کابل کې د سړک جوړوني د دریو پروژو د تړون د لاسلیک پرمهال وویل، افغانستان د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا تر منځ د یو ارتباطي پل په حیث پرمختګ کړی او په سیمه کې د اقتصادي ودي لپاره یي هلې ځلې رواني دي.

هغه وايي یو شمېر هېوادونه دې په افغانستان د نا اعلان شوي جنګ پرځای په دې هېواد کې مثبت رول ولوبوي او د سیمې د اقتصادي ودې په برخه کې دې هلې ځلې وکړي.

هغه زیاته کړه:

"موږ له لیري او نږدې هېوادونو نه تمه لرو چې د منفې سیالیو او نیابتي جکړې پر ځای مثبت رقابتونه وکړي د سیمې د اقتصادي ګټو لپاره او د خپلو خلکو د آرام ژوند په اړه فکر وکړي، افغانستان دې ته حاضر دی چې په سیمه کې د ټرانزیټ د پله په حیث حد اقل د اسیا څلورې خوايي له یو بل سره ونښلوي."

ښاغلي دانش په هرات کې د سلما بند پرانیستل، په فراه ولایت کې د بخش اباد بند د کار پیل او د هلمند د کجکي بند پراختیایي قرارداد د ملي او اساسي پروژو په توګه یاد کړل.

نوموړی ټینګار وکړ چې په ځینو نورو بنسټیزو پروژو باندې هم کار روان دی او د اوبو د شلو بندونو د جوړولو تړونونه آماده دي.

د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش ټاپي، کاسا زر،چابهار بندر، له ترکمنستانه د برېښنا لېږد او د ریل پټلي جوړل د سیمې لپاره مهمې اقتصادي پروژي یادی کړي.

هغه وویل، افغان حکومت هڅه کوي تر څو د سیمې د هېوادونو د اقتصادی پرمختګ په برخه کې رغنده رول ولوبوي.

خو ښاغلي دانش د هغو هېوادونو نومونه بیان نه کړل چې په افغانستان کې نیابتي جګړه مخ ته وړي او دا یې هم څرګنده نه کړه چې کوم هېوادونه په هېواد کې منفي رول لوبوي.

په عین حال کې سیاسي کارپوه عبدالروف جرات وايي چې پاکستان تل په افغانستان کې تخریبي او مغرضانه فعالیتونه کوي او د افغان چارواکو هدف هم همدا هېواد دی.

هغه زیاته کړه:

"فکر کوم تر ټولو ډېره اشاره یې پاکستان ته ده،ځکه په پاکستان کې هغه ډلې ټپلې چې په افغانستان کې عملاً تروریستي او ځانمرګي بریدونه تر سره کوي، پاکستان ته يي دا شاره ده چې دی باید هم د هندوستان او مرکزي اسیا هېوادونو په څېر دی ته را ودانګې ترڅو د اقتصادی اجماع له لارې هم د دې هېوادونو اقتصاد قوي شي او هم د افغانستان اقتصاد."

له دې څه وخت وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ټینګار کړی و چې افغانستان د جنوبي آسیا او منځني آسیا د هیوادونو ترمنځ د ارتباطي پله حیثیت لري او هڅه کوی چې له دغه موقعیت څخه ښه ګټه پورته کړي.

ښاغلی جرات وايي چې په افغانستان کې د سیمې د هېوادونو اقتصادي ګټې له یوه لورې د هېواد اقتصاد ته وده ورکوي او له بل لورې په افغانستان کې د ثبات او امن سبب کیږي.

راپور:ابراهیم صافی