اسوشیټېډ پرېس: اسلامي حزب د سولې لپاره نوي شرطونه وړاندې کړي

راپورونه وايي، د ګلبدین حکمتیارپه مشرۍ اسلامي حزب د سولې د تړون د لاسلیک لپاره نوي شرطونه وړاندې کړي چې منل یې د افغانستان د حکومت لپاره سخت او ناممکنه ښکاري.

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس دا خبره د افغان حکومت د ځینو چارواکو له خولې کړې چې له اسلامي حزب سره خبرې اترې کوي.

له دې چارواکو څخه یو یې د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، له امریکا سره د امنیتي قرارداد لغوه کول، د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره د مهالویش ټاکل او د افغانستان د دولت له خوا د دې مهال ویش لاسلیکول نه د ملي یووالي د حکومت له خوا، هغه شرطونه چې ویل کیږي اسلامي حزب نوې رامخې ته کړي دي.

د افغانستان د سولې د شورا مرستیال عطاالرحمن سلیم وايي، دواړه خواوې څو اوونۍ مخکې یو لومړني توافق ته رسیدلي و او د نهايي کولو لپاره یې یوازې د حکمتیار لاسلیک ته اړتیا وه.

د اسلامي حزب یو غړي چې په خبرو اترو کې برخه لري او نه یې غوښتل نوم یې یاد شي اسوشیټېډ پرېس ته ویلي، نوی شرطونه د ګلبدین حکمتیار له خوا په هغه لیک کې راپورته شوي چې په دې وروستیو کې د اسلامي حزب استازي کریم امین او د حکمتیار زوی حبیب الرحمن ولسمشر غني ته سپارلی.

عطاالرحمن سلیم سره له دې چې وايي، دا لیک یې نه دی لیدلی خو زیاته کړې یې ده چې د حکمتیار استازي تېره اوونۍ خالي لاسونه له کابله ولاړل.

د ارګ یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط د اسوشیټېډ پرېس دا راپور بې بنسټه بللی او ویلي یې دي چې له اسلامي حزب سره به د سولې هوکړه لیک نژدې راتلونکې کې لاسلیک شي.