یوناما په کابل او بدخشان کې په وروستیو حملو اندېښنه وښوده

یوناما په کابل او بدخشان کې د دوشنبې د ورځې پر بریدونو او د ولسي خلکو پر مرګ ژوبله ژوره اندېښنه ښودلې او له طالبانو یې غوښتي چې د ملکي استوګنې په سیمو کې دې سمدستي دا ډول بریدونه پای ته ورسوي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې د بدخشان ولایت د کشم په ولسوالۍ کې هغه چاودنه غندي چې د پنځو ماشومانو په ګډون یې ۱۰ولسي خلک ووژل او تر ۳۶ تنو زیات نور یې ټپیان کړل.

د ملګرو ملتونو په اعلامیه د کابل په بنايي کې هغې ځان وژونکي موټري بمي برید ته هم اشاره شوې چې په کې ۱۴ نیپالي قراردادیان او د ډیپلوماټیکو ماموریتو ساتونکي ووژل شول او درې ملکي افغانانو په شمول پنځه نور ټپیان شول.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي نماینده ګۍ یو وار د طالبانو په شمول د حکومت پر مخالفو وسله والو غږ کړی چې سمدلاسه دې د ډیپلوماټیکو ودانیو او پرسونل په شمول د ولسي خلکو د استوګنې په سیمو کې دا ډول بریدونه ودروي.

وسله والو طالبانو په کابل کې د پروني برید مسولیت منلی دی خو د بدخشان د برید پړه لا کومې ډلې پر غاړه نه ده اخېستې.