پاک ـ افغان چارواکو د ستونزو د هواري لپاره پر یوه میکانیزم سلا کړې

د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونه وايي، په اسلام اباد کې د دواړو هېوادونو د استازو ترمنځ د ډیورند کرښې په اوږدو کې د شته ستونزو د اوارې پر سر د یو میکانیزم په جوړېدلو سره سلا شوې ده.

په دې اړه د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزارتونو څخه په خپرو شویو خبرپانو کې راغلي چې د دې غونډې پایلې به د افغانستان او پاکستان د حکومتونو له مشرانو سره شریکېږي او په تاشکند کې به د شانګهای د همکاریو د سازمان د غونډې به څنډه کې پرې لا زیات بحث کېږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د نوموړي وزارت سیاسي مرستیال له خپل پاکستاني سیال اعزاز احمد چودري سره په اسلام اباد کې په نننۍ کتنه کې د افغانستان په کلیو او بانډو د پاکستاني توپونو د پرله پسې او بې موجبه حملو په اړه د افغان حکومت شدید اعتراض څرګند کړی دی.

په دې اړه له نوموړي وزارت څخه په یوې خبرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې حکمت خلیل کرزي دغه شان د افغانستان په خاوره کې د ننه د تاسیساتو او د تلاشۍ د پوستو په جوړولو په ځانګړي ډول انګور هډه، غلام خان او خواجه خضر په غره کې د پاکستان سرغړونې له ښاغلي چودري اعزاز سره شریکې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دواړو خواوې په دې برخه کې په راتلونکې کې د ورته پېښو د مخنیوي په هدف د یو میکانیزم په جوړولو سره سلا شوي دي.

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې افغان او پاکستاني پلاوي په اسلام اباد کې د ډیورند کرښې او تورخم د مسالې په خبرې وکړې.

دواړو خواو د تورخم موضوع په هم خبرې کړي

په خبر پاڼه کې راغلي دواړو خواوو پرېکړه وکړه چې د دغه ناستې نتیجه د دواړو هېوادونو له مشرانو سره شریکه کړي او په اړه یې د شانګهای سازمان د همکاریو په غونډه کې چې ټاکل شوې تر راتلونکو درې ورځو پورې په تاشکند کې جوړه شي د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو چارو د سلاکار او د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر تر منځ لا زیات بحث وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز تر دې مخکې د بي بي سي اردو څانګې سره په یوې مرکه کې ویلي چې تورخم کې به د دروازې جوړولو چارې روانې وي او په دې برخه کې پاکستان نه له افغانستان سره کومه هوکړه تر پښو لاندې کړې او نه هم له کوم نړیوال قانون نه سرغړونه کوي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د ډیورند کرښې په اوږدو کې له پاکستاني لوري سره د تاسیساتو د جوړولو پر سر د نړیوالو اصولو له مخې یوې هوکړې ته نږدې شوي وو کوم چې په تورخم کې د دروازې جوړول په کې نه و شامل.

تېره اوونۍ په تورخم کې د پاکستاني پوځیانو له خوا د دروازې جوړلو موضوع د افغان سرحدي ځواکونو له تند غبرګون سره مخ شوه چې د درې ورځو لپاره په وقفه یې جګړه کې دواړو خواته تلفات اوښتي او لاره هم د مساپرو په وړاندې د پنځو ورځو لپاره په بشپړ ډول تړل شوې وه.

پاکستان په تورخم کې د دراوزې د کار تر شروع کولو دمخه د روان کال د جون له لومړۍ نېټې وروسته د تورخم له لارې د بې ویزې مسافرو په تګ هم بندیز ولګولو.

عام خلک په دې نظر دي چې پاکستان په خپلو دغو کړنو سره غواړي چې په افغانانو باندې د ډیورند کرښې رسمي کېدل ومني هغه څه چې افغانستان یې منلو ته تیار نه دی.

راپور: اجمل تورمان