پاکستان وايي له کابله ورغلي افغان پلاوي ورسره خبرې پیل کړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې له کابله ورغلي افغان پلاوي له دوی سره خبرې پیل کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه وایي چې خبرې د ملګرتیا په فضا کې دوام لري او د دواړو لورو ټینګار دا دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزې باید د خبرو له لارې هوارې شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي په مشرۍ یو پلاوی نن سهار پاکستان ته ورسېد او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په راپورته شوېو ستونزو له پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني ازادي راډيو ته وویل چې افغانستان به د ډیورنډ کرښې په تړاو د هر اقدام په وړاندې د نړیوال عرف او اصولو له مخې په جدي ډول اقدام وکړي.

تېره اوونۍ په تورخم کې د پاکستاني پوځیانو له خوا د دروازې جوړولو موضوع د افغان سرحدي ځواکونو له تند غبرګون سره مخ شوه چې د درې ورځو لپاره په وقفه یې جګړه کې دواړو خواته تلفات اوښتي.