م.م: په عراق کې یو بشري بحران رامنځته کېږي

ملګري ملتونه وايي، په عراق کې یو بشري بحران د رامنځ ته کېدو په حال کې دی.

د دې سازمان په حواله، د عراق په فلوجه ښار کې د جګړې له امله ګڼ شمېر خلک له خپلو کورونو تښتیدلي او د بشري مرستو ادارې ټولو بې ځایه شوېو کورنیو ته د مرستې په رسولو کې له ستونزو سره مخامخ دي.

د عراق امنیتي ځواکونو تېره اوونۍ، د فلوجه ښار مرکز او شاوخوا سیمې د اسلامي دولت په نوم له وسله والې ډلې پاکې کړې.

په عراق کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر برنو ګیډو وویل چې د مرستو نړیوالې ډلې، له داسې وضعیت سره مخامخ دي چې د خرابېدو په حال کې دی.

ملګري ملتونه وايي، له کله راهیسې چې د عراق حکومتي ځواکونو د فلوجه د بېرته نیولو لپاره پوځي عملیات پيل کړي، زرګونه کورنۍ د جګړې د شدت له امله له خپلو سیمو تېښتې ته اړ شوي دي.