کندز کې هوايي حملو ۸ وسله وال طالبان وژلي

د افغانستان په شمال کې د ۲۰۹شاهین قول اردو قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول ډګرمن عبدالقهار آرام ازادي راډیو ته وویل، تېره شپه د کندز ولایت په چهاردرې او دشت ارچې ولسوالیو کې هوايي بریدونه ترسره شوي چې په پایلې کې ۸ تنه وسله والو طالبان وژل شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې په وژل شویو کسانو کې د طالبانو یو مهم قوماندان قاري سلیم هم شامل دي.

هغه همدارنګه زیاته کړه چې دغه هوايي بریدونه د چهاردرې ولسوالۍ په نهرۍ صوفي سیمې کې ترسره شوي چې په پایلې کې ۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او بل برید د دشت ارچې ولسوالۍ د وزیرو په کلۍ کې ترسره شوي چې په نتیجه کې ۳ ته وسله والو طالبان وژل شوي دي.

آرام وايي چې په دې بریدونو کې ملکۍ وګړو ته کوم زیان نه دي رسیدلي.

خو تراوسه پورې په دې اړه وسله والو طالبانو څه نه دې ویلي.