ګراندي: د افغان کډوالو ستونزه تل له پامه غورځول شوې

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د ادارې مشر وایي، د افغان کډوالو ستونزه تل له پامه غورځول شوې او هغه وخت ورته پام اړول شوې چې له افغانستان سره په تړاو په نړۍ کې یوه لویه پېښه شوې.

د UNHCR د ادارې مشر فیلیپو ګراندي Filippo Grandi د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت دا څرګندونې افغانستان ته له تګ مخکې کړي او یادونه کوي چې په خواشینۍ سره د افغان کډوالو ستونزه له کله چې راپورته شوې، په کراتو کراتو هېره شوې خو هغه وخت ورته پام اوښتی چې پر امریکا د سېپټمبر د یوولسمې تروریستي حملو په څېر لویې پېښې شوي یا هم اوس چې اروپا ته د ورغلو په سلګونو زرو کډوالو په ډله کې ډيری یې افغانان دي.

ګراندي وویل، په افغانستان کې بې ثباتي د دغې ستونزې اساسي عامل دی او زیاته یې کړه چې له دې هېواده د ده لومړنی پیغام دا دی چې راځئ چې افغانستان امن کړو.

د افغان کډوالو ستونزه شاوخوا څلور لسیزې مخکې راپورته شوې چې تر اوسه یې میلیونونه کډوال په ګاونډېو پاکستان او ایران کې اوسي.