مایر په ختیځه اروپا کې د ناټو پوځي تمرینات د جګړې د اور بلول بللي

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر په ختیځه اروپا کې د ناټو پوځي تمرینات د جګړې د اور بلول بللي او انتقاد یې پرې کړی.

فرانک والټرشټاین مایر همدا راز ویلي چې که د اوکراین د سولې په بهیر کې د پام وړ پرمختګ راشي نو باید پر روسیې لګول شوي بندیزونه لېرې شي.

ښاغلي شټاین مایر دا څرګندونې په هغه مرکه کې کړي چې پرون خپره شوه.

د روسیې په وړاندې په دریځ کې د نوموړي څرګندونې د جرمني په حاکم ائتلاف کې د څرګند درز نښه ګڼل کیږي.

د شټاین مایر سوسیال ډیموکراټ ګوند د انګیلامېرکل د محافظه کار ائتلاف په پرتله د مسکو په وړاندې ډیر د پخلاینې چلند لري. میرمن مېرکل په وار وار ویلي چې پر روسیې لګول شوي بندیزونه باید یوازې په هغه صورت کې لېرې شي چې د مینسک د سولې تړون، نه په قسمي ډول بلکې په بشپړ ډول عملي شي.

دا په داسې حال کې ده چې ناټو استونیا، لاتویا، لیتوانیا او پولنډ ته نوي پوځي ځواکونه استولي څو له روسیې سره د اوکراین د کریمیا د ټاپووزمې له ضمیمه کولو وروسته رامنځ ته شوې اندیښنې له مینځه یوسي.