د عراق په فلوجه کې مرستندویې ټولنې له ستونزو سره مخ شوي

مرستندویې ټولنې د عراق د فلوجې ښار هغو زرګونه ملکي وګړو ته د مرستو په رسولو کې له ستونزو سره مخامخ دي چې د جګړو له کبله بې ځایه شوي دي.

په عراق کې د ملګروملتونو د کډوالو د ادارې استازی وايي چې مرستندویې ټولنې له دې سخت او بدلیدونکي حالت سره په مقابله کې له ستونزو سره مخامخ دي.

برونو ګیدو Bruno Geddo په یو بیان کې چې پرون خپور شو ویلي چې ملګري ملتونه په را روانو څو ورځو کې د کورنیو بې ځایه شوېو کډوالو یوې نوې پراخې څپې ته تیاري نیسي ځکه د نوموړي د اټکل له مخې لاهم په فلوجه کې زرګونه نور کسان په جګړو کې بند پاتې دي.

ملګري ملتونه وايي، وروسته له دې چې د بغداد د لویدیځ په پنځوس کیلومترۍ کې د فلوجې د بېرته نیولو لپاره د عراقي ځواکونو پوځي عملیات پیل شول څلور اتیا زره ملکي وګړي له دې ښار او شاوخوا سیمو څخه یې وتلي دي.

په همدې حال کې د عراق د پوځ یوه قوماندان ویلي، په داسې حال کې چې د عراق د ترورېزم ضد خاصو ځواکونو له ښاره د داعش ډلې د پاتې وسله والو د ایستلو هڅه کوي په سیمه کې درنې جګړې روانې دي.

د عراقي ځواکونو د قوماندان تورن جنرال حیدرالعبیدي په وینا د داعش وسله والو په فلوجه کې د عراقي ځواکونو پرضد د توغندیو ډزې او انتحاري حملې کړي او د نښه ویشتونکو ټوپکو په وسیله یې په نښه کړې دي.