ګرانډي: نړیوالې ټولنې بې کوره شوي افغانان له یاده ایستلي وو

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ مشر فیلیپو ګرانډي وايي، مخکې له دې چې تېرکال افغان کډوال په ګڼ شمېر کې اروپا ته ورسیږي، نړیوالې ټولنې بې کوره شوې افغانان له یاده ایستلي وو.

دوشنبې د کډوالو نړیوال ورځ ده. د همدې ورځې په درشل کې فیلیپو ګرانډي د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د رییس په توګه له ټاکل کېدو راوروسته په لومړي سیمه ییز سفر وتلي.

هغه ایران کې د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال حسین ذولفقاري سره په یو ګډه خبري غونډه کې وویل، پریکړه یې کړې چې د کډوالو د عالي کمېشنر په توګه په خپل لومړني کال کې به له فرصته د افغان کډوالو د ستونزو د راپورته کولو لپاره کار اخلي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر چې ټاکل شوې د کډوالو نړیوال ورځ به افغانستان کې ولمانځي په ایران کې له ایراني چارواکو سره له خبرو وروسته په خبري غونډه کې ویلي:

"له بده مرغه افغان کډوال د نړیوالې ټولنې له خوا هېر شوي وو او یوازې کله چې یې تېر کال له نورو کډوالو سره په ګڼ شمېر کې اروپا ته تګ پیل کړ، نړیوالې ټولنې ته ناڅاپه وریاد شول."

د فرانسې خبري اژانس وايي، د ۲۰۱۵ کال د جنوري د میاشتې راهیسې له سوریې، عراق، افغانستان او نورو هېوادونو څخه یو عشاریه پنځه ویشت میلیون کډوال اروپا ته رسیدلي دي.

ایران دا مهال د درې میلیونو افغان کډوالو کوربه دی چې یوازې یو میلیون یې دغلته د کډوالۍ قانوني اسناد لري.

ایران دا مهال د درې میلیونو افغان کډوالو کوربه دی چې یوازې یو میلیون یې دغلته د کډوالۍ قانوني اسناد لري.

ګرانډي پر نړیواله ټولنه غږ وکړ چې له تهران سره دې د دې کډوالو د سنبالښت په پروګرام کې مرسته وکړي.

د نوموړي په وینا که له دې کډوالو سره چې هر څومره مرستې کمې شي هومره به دوی زیات نورو هېوادونو ته د ورتلو په لټه کې وي.

فیلیپو ګرانډي وویل:

"موږ تېر کال ولیدل چې سلګونه زره افغان کډوال اروپا ته د تلو په تکل ووتل. دا د کډوالو لپاره خطرناک او د بل هر چا لپاره بې ثباتي ده."

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې دې چارواکې له نړیوالې ټولنې دا هم وغوښتل چې د افغانستان د ثبات په ټینګښت کې دې مرسته وکړي څو له ډېرو هېوادونو افغانان په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شي.

د نوموړي په وینا اوس خپل هېواد ته د افغانانو خپل خوښې ستنیدنه ډېره راکمه شوې او څو کسانو ته رسیدلې ده.

نوموړي همدارنګه د کډوالو لپاره د ایران له خوا برابرې شوې اسانتیاوې د نړۍ د ځینو نورهېوادونو په مقایسه ښې وبلل.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حسین ذوالفقاري وویل هېواد یې د دې لپاره دروند لګښت کړې چې نورو هېوادونو په ځانګړي توګه اروپا ته د ناقانونه کډوالو د تلو مخه ونیسي.

د ‌‌ذولفقاري په وینا تېر کال یې اوه سوه درې پنځوس زره "۷۵۳۰۰۰" کډوال چې ایران ته په غیرې قانوني توګه ننوتي وو بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه کړي او په دې برخه کې یې دروند لګښت پرې کړی دی.

د نوموړې په وینا د کډوالو د بحران هواري د دوی اړوند هېوادونو کې د وسله والو فعالیتونو او بې وزلې له منځه وړلو سره تړلی دی.