شټاین مایر اروپا کې د ناټو پر پوځي تمریناتو انتقاد کړی

د جرمني د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير د اروپا په ختيځ کې د ناټو پر پوځي تمريناتو انتقاد کړى او جګړه پاروونکي يې بللي دي.

شټاين ماير په هغه مرکه کې چې په پام کې ده سبا خپره شي ويلي، د جګړه غوښتلو او پاروونکو اقداماتو له کبله د وضعيت خرابېدلو مخنيوى په کار دى.

ناټو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د روسيې له درکه به د ورپېښ خطر د اندېښنو په ځواب کې په ايستونيا، لاتويا، ليتوانيا او پولنډ کې خپل تازه دمه کنډکونه ځاى پر ځاى کړي.

وروسته له هغې چې په ٢٠١٤م کال کې روسيې د اوکراين کريميا سيمه په غيرقانوني ډول په خپلې خاورې پورې وتړله، د اروپا دغو هېوادونو د روسيې پر تهاجم اندېښنه ښوولې وه.

ناټو تړون هم د خپلو غړو هېوادونو پر سرحدونو د روسيې د پوځي حضور پر زياتېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.