د سوداګرۍ نړیوال سازمان کې د افغانستان د غړیتوب سند تصویب شو

د افغانستان ولسې جرګې نن هغه سند تصویب کړ چې د افغانستان غړیتوب په رسمي توګه د سوداګرۍ په نړیوال سازمان یا WTO کې ثابتوي.

د سوداګرۍ وزارت مرستیال مزمل شینوارې د ولسې جرګې له غونډې وروسته ازادي راډیو ته وویل افغانستان د WTO ټول شرایط پوره کړې او له یوولس کلنو هڅو وروسته یې په دې سازمان کې غړیتوب ترلاسه کړ.

ښاغلی شینواری وایي چې، د سوداګرۍ په نړیوال سازمان یا WTO کې غړیتوب به افغانستان ته د ترانزیت په برخه کې ډير امتیازونه ورپه برخه کړي:

"د افغانستان لپاره یوښه فرصت دی ګټې یې هم ډېري دي او خودا چې موږ به نړیوال په ځانګړې توګه د ۱۶۲ هیوادونوبازارونو ته پرته له کوم دوه اړخیز تړون څخه صادرات ولرو مخکې له دې موږ مجبوره وو چې له دغه هیوادونو سره یو تړون ولرو خو اوس دغه اړتیا نشته ځکه چې افغانستان ددغه سازمان غړیتوب اوس ترلاسه کړی دی."

افغانستان د ۲۰۱۴ کال د ډسمبر په ۱۷ نېټه د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې په رسمي توګه غړیتوب ترلاسه کړ.

ښاغلي شینواری وایي هیله من دی چې په راتلونکو دوو اونیو کې به دغه سند د مشرانو جرګې له خوا هم تصویب شي.