ځیني وکیلان: پاکستان ته به د افغان پلاوي سفر نتجیه ور نه کړي

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي، د وروستۍ شخړې په تړاو پاکستان ته د افغان پلاوي سفر ته خوشبینه نه دي.

د دغې جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړي عبدالقادر ځاځی وايي، لویه موضوع د ډیورنډ ده او نباید د دا ډول سفرونو نتیجې ته امیدواري ولرو.

په تورخم کې د افغانستان او پاکستان تر منځ تر وروستۍ شخړې وروسته اوس د افغان حکومت یو پلاوی په دې اړه د خبرو لپاره په نږدې ورځو کې اسلام آباد ته ځي.

که څه هم حکومتي چارواکي دغه سفر ته هیله من دي خود ولسي جرګې ځينې غړي خوشبینه نه دي چې دغه سفر دي ګټور تمام شي.

د دغې جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړی عبدالقادر ځاځي د شنبې په ورځ آزادی راډیو ته وویل چې د ډیورنډ کرښې پر صفري نقطې د تاسیساتو جوړول باید په نړیوال کچه مطرح شي که نه نو ګټه به و نه کړي.

هغه زیاته کړه:

"متاسفانه پاکستانیان څومره چې افغانستان کې کورنۍ جګړې ته لمن وهلې، دا د دوی لوی هدف دی، دې ته باید په وړوکي هدف سره و نه کتل شي او زموږ حکومت باید یو لوی هییت و ټاکي او د خلکو سره په مشروې یو کار وکړي."

په تورخم کې د تېرې اوونۍ په یکشنبې هغه مهال شخړه رامنځ ته شوه چې پاکستاني لورې پرته له دې چې افغان حکومت په جریان کې و ساتي، په صفري سیمه کې د تاسیساتو په جوړولو پیل کړل.

د افغان او پاکستاني سرتېرو تر منځ په درې ورځنیو وقفه یې نښتو کې دواړو لورو ته تلفات هم واوښتل او د تورخم دروازه هم د شپږو ورځو لپاره و تړل شوه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایې، د سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي په مشرۍ پلاوی په نږدې ورځو کې پاکستان ته سفر لري تر څو له پاکستاني چارواکو سره د تورخم پر شخړې خبري وکړي.

د دغه وزارت ویاند احمد شکیب مستغني وایې، هیله لري چې پاکستان ته به د افغان پلاوي سفر دا ستونزه حل کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني

نوموړې زیاته کړه:

"د افغانستان اسلامي جمهوریت هیله من دی چې په دې برخه کې خبرې ګټورې تمامي شي او هڅې نتیجه ورکړي."

خو دا چې دا سفر به دقیقاً کله او د پلاوي په ترکیب کې به یې څوک وي، د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په خبره په دې اړه تر اوسه وروستۍ پریکړه نه ده شوې.

پاکستان له دې وړاندې د دې ستونزې د حل لپاره د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر او د ملي امنیت سلاکار ته بلنه ورکړې وه.

ځينې کارپوهان وایي له پاکستان سره د افغانستان اساسي ستونزه پر صفري نقطو د پاکستان له خوا د تاسیساتو جوړول دي.

یو له دغو کارپوهانو شهزاده مسعود آزادی راډیو ته و ویل، کوم پلاوی چې اسلام آباد ته د تورخم پر موضوع خبرې کولو لپاره سفر کوي، باید له یوه قوي او ملي دریځه له پاکستاني چارواکو سره خبري وکړي.

راپور: محمد قسیم سوله مل