د تورخم شخړې د هواري ډیپلوماټيکې هڅې لا هم روانې دي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د تورخم د شخړې د هواري لپاره ډیپلوماټیکې هڅې او خبرې لاهم روانې دي.

د دغه وزارت ویاند شیکب مستغني نن ازادي راډیو ته وویل چې اوسمهال له پاکستاني چارواکو سره دغه خبرې په اسلام اباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال پرمخ وړي:

"اوسمال په دې اړه له پاکستاني چارواکو سره په اسلام اباد کې افغان سفیر په خبرو بوخت دي او همدارنګه ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال په کچه یو افغان پلاوی اسلام باد ته سفر وکړي."

خو ښاغلي مستغني د دغه پلاوي د تشکیل جزییات او د تګ دقیقې نېټې په اړه معلومات ورنه کړل.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې پاکستاني لوري په تورخم کې د تاسیساتو په جوړولو کارونه درولي دي.

د تورخم لاره نږدې اونۍ وروسته نن سهار د مسافرو پرمخ خلاصه شوه، خو یوازې ویزه لرونکي مسافر پرې تللی شي.