مظاهره چیان: د افغان ځواکونو پیاوړتیا ته دې جدي پام وشي

د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې یو شمېر خلکو پرون جمعه سوله ییز لاریون وکړ اوله افغان حکومته یې غوښتنه وکړه چې د افغان امنیتي ځواکونو پیاوړتیا ته جدي پام وکړي

د لاریون یوه ګډونکونکي غلام صادق ازادي راډیو ته وویل:

"زه د قره باغ ولسوالۍ اوسیدونکی یم، موږ به خپلې خاورې دفاع کوو، موږ له خپله حکومته غواړو چې زموږ پولیس او اردو پیاوړي کړي."

د قره باغ ولسوال غوښتنه وکړه چې د سولې او دیپلوماسۍ له لارې دي د افغانستان او پاکستان د امنیتي ځواکونو ترمنځ د وروستیو نښتو حل پيدا شي.