د قزاقستان زندانونو کې د بد چلند پېښې نه دې څېړل شوي

د عفوې نړیوال سازمان وايي، د قزاقستان د قانون د حاکمیت ادارو او زندانونو د کارکونکو له لوري د شکنجې او بد چلند پېښې نه دي څېړل شوې او عاملین یې له مجازاتو خوندي پاتې شوي دي.

دې نړیوال سازمان پرون جمعه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېټې ته په رپوټ کې وویل، د پولیسو او څارنوالانو ترمنځ د اړیکو له امله او دې نظر چې قربانیان ریښتیا نه وايي، د شکنجې او بد چلند په اړه د څېړنو مخنیوی کړی دی.

رپوټ وايي، د هغو وکیلانو پرضد چې د قزاقستان په قضايي سیسټم او محبسونو کې د شکنجې او ناوړه چلند په اړه څېړنې کوي، زور زیاتی هم شوی دی.

د عفوې د نړیوال سازمان په وینا، په قزاقستان کې د غونډو او بیان پر ازادۍ بندیز دی او متخلفینو ته شدیده سزا ورکول کېږي.