عراقي پوځ د فلوجه مرکز له داعش ډلې نیولی

د عراق صدراعظم حیدر العبادي پرون جمعه په فلوجه کې د اسلامي دولت پر وسله والو د خپل پوځ بری اعلان کړ.

صدراعظم العبادي د عراق له دولتي ټلویزیونه په وینا کې څرګنده کړه چې د فلوجه ښار مرکز نیول شوی او یوازې په لمنو کې یې وسله وال پاتې دي.

د امریکا دفاع وزیر اشټن کارتر هم وویل چې د داعش له وسله والو د فلوجه ښار د څنډو د پاکولو لپاره عملیات دوام لري.

دا ښار د عراق د پلازمینې بغداد په پینځوس کیلومترۍ کې پروت او له تیرو دوو کلونو راهیسې د داعش په لاس کې دی.