تورخم دروازه د مسافرو پر مخ خلاصه شوه

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي چې تورخم دروازه د مسافرو پر مخ خلاصه شوه.

د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګياڼي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډيو ته ويلي چې د شنبې ورځې په سهار شاخوا اته بجې د تورخم دروازه د مسافرو پرمخ خلاصه شوه.

نوموړی وايي يوازې هغو مسافرو ته اجازه ورکول کېږي چې وېزه او پاسپورټ ولري.

بلخوا په ختیځ کې د سرحدي ځواکونو رییس ارکان محمد اويوب حسین خېل هم د تورخم دروازې خلاصېدل تایید کړي او وايي پر دروازه هم کار د پخوا په څېر درول شوی.