هلمند کې د ۴ وژل شویو خبریالانو د قتل په اړه څېړنې پیلېږي

په هلمند کې به د څلورو ژورنالیستانو د قتل په اړه څېړنې پیل شي.

دا پرېکړه پرون پنجشنبې په دې ولایت کې د څلورو وژل شوو خبریالانو عبدالصمد روحاني، عبدالهادي همدرد، نظرمحمد مجنونیار او نور احمد نوري په یاد غونډه کې وشوه.

د هلمند والي حیات الله حیات بېګا ازادي راډیو ته وویل چې د دې خبریالانو د قتل په اړه په څېړونو کې غفلت شوی او دوسیې یې سمې نه دي څېړل شوې.

حیات الله حیات زیاته کړه:

"متاسفانه دوه خبریالان عبدالصمد روحاني او نور احمد نوري چې په مرموز ډول وژل شوي، دوسیې څارنوالۍ او محکمې ته لا هم نه دي را رسېدلې، خو زه د هلمند له ولس سره ژمنه کوم چې دا قضیه به تعقیبوم او څارنوالۍ او محکمې ته به یې را رسوم څو د هغوی قاتلین د خپلو بدو اعمالو جزا وګالي."

دوالي په وینا، دا څېړنې د هلمند د ژورنالیستانو د ټولنې په غوښتنه پیلېږي.

د خبریالانو د ملاتړ د نړیوالې ادارې په وینا، په افغانستان کې لږترلږه ۲۶ ژورنالیستان او یو مطبوعاتي مامور وژل شوي دي.