وزیري: د افغان هوايي قواوو ټول صنفونه باید فعال شي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د افغان پوځ د ښه فعالیت لپاره باید د هوايي قواوو ټول صنفونه فعال شي.

د دې وزارت ویندوی جنرال دولت وزیري پرون پنجشنبې ازادي راډیو ته وویل چې اوسمهال د هوايي ځوک څو محدودې برخې فعالې دي.

ښاغلي وزیري په وینا، افغان پوځ په بشپړ ډول د هوايي ځواک د فعالولو لپاره زیاتو مرستو ته اړتیا لري.

د روسیې خبري اژانس انټرفاکس په حواله، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي له روسیې د هليکوپټرو او وسلو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي کرزي د روسیې د ملي امنیت شورا ته په دې اړه رسمي لیک هم استولی دی.