کابل او اسلام اباد د تورخم د لانجې په اړه خبرې کوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، کابل او اسلام اباد په تورخم کې د روانې لانجې په اړه په خبرو لګیا دي.

د دې وزارت ویندوي نفیس ذکریا پرون پنجشنبې په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې دوی ډېر ژر د خبرو له لارې د دې مسئلې د حل په تمه دي.

پر تورخم د پاکستاني او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښتو کې چې د یکشنبې په ورځ پیل شوې، لږترلږه دوه افغان او یو پاکستانی امنیتي ساتونکی وژل شوي او دواړو خواوو ته ۲۰ تنه زخمیان شوي دي.

د بهرنیو چارو لپاره د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز پرون ټینګار وکړ چې پر تورخم د امنیتي تدابیرو زیاتول د دواړو هېوادونو په ګټه کار دی.