مرتضوي: د انتخاباتي کمېسیونونو د کمېشنرانو د ډلې جوړښت معلوم دی

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د انتخاباتي کمېسیونونو د کمېشنرانو د ټاکونکې ډلې جوړښت معلوم دی او د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو نېټه به نوي کمیشنران اعلان کړي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د حکومت د ویاندویانو په غونډه کې نن دا خبره یاده کړه:

"که چېرته په تقنیني فرمان کې ملي شورا همکاري کړې وای او یو ګام یې شاته نه وای پرېښې ټاکونکې ډلې به خپل کار پيل کړی و او کمیشنران هم همدغوی ټاکل. نوی کمیسیون به د انتخاباتو نيټه اعلانوي."

ولسي جرګې په دې وروستیو کې د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان د دویم ځل لپاره رد کړ.