الکوزی: د تورخم پېښې افغان پانګه والو او سوداګرو ته زیان رسولې

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، په تورخم بندر کې د وروستۍ شخړې له امله افغان پانګه والو او سوداګرو ته لس میلیونه ډالره تاوان رسیدلی دی.

د دې خونې مرستیال خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان څلوېښت فیصده اړتیاوې له پاکستانه واردیږي او اوس زرګونه کانټینرونه د لارې په بندیدو سره د پولې هاخوا تم کړای شوي دي.

د ښاغلي الکوزي په خبره د تورخم په بندیدو سره نه یوازې افغانان زیان ویني بلکې پاکستان هم د دې لپاره چې د توکو د خرڅلاو تر ټولو ښه بازار یې افغانستان دی سخته ضربه ویني.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې یواځې د تورخم له لارې هره ورځ تر درې زره کانټینره توکي له پاکستانه افغانستان ته واردیږي چې د ټولو وارداتو څلوېښت فیصده برخه جوړوي او ارزښت یې په کال کې دوه نیم میلیارده ډالرو ته رسیږي.