افغان حکومت د تورخم د شخړې د هواري لپاره په ډیپلوماټیکو هلو ځلو ټینګار کوي

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، افغان حکومت د تورخم د وروستۍ شخړې د هواري لپاره په ډیپلوماټیکو هلو ځلو ټینګار کوي.

د دغې شورا ویاند تواب غورځنګ نن د حکومت د ویاندویانو په غونډه کې وویل چې افغان پوځیانو په تورخم کې د وطن دفاع وکړه خو د حکومت هڅه دا ده چې دا لانجه د خبرو له لارې هواره شي.

ښاغلي غورځنګ زیاته کړه:

"د تورخم په حادثه کې موږ تر تعرض لاندې راغلو. موږ یوازې د ملک د دفاع لپاره د عکس العمل په ښودلو اکتفا وکړه. د افغانستان دولت د تورخم د وروستۍ شخړې د هواري لپاره د ډیپلوماټیکو چینلونو له طریقه د خبرو اترو په دوام باندې باور لري او ټینګار پرې کوي."

ښاغلي غورځنګ همدا راز وویل چې افغان حکومت د تورخم په لانجه کې له افغان پوځیانو څخه د خلکو له پراخ ملاتړه مننه کوي او د افغانانو دا سیاسي اجماع د یوې روښانه راتلونکې زیرۍ ورکوي.

په تورخم کې د پاکستاني پوځیانو په وړاندې د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره د خلکو د خوځښتونو په دوام نن په هرات کې سلګونه کسان سره ټول شول.

دغه کسان چې د ولایتي شورا او مدني فعالانو استازېو له خوا سره ټول شوي و په تورخم کې له افغان پوځیانو سره د پاکستاني ځواکونو جګړه د پاکستان له خوا د افغانستان په خاوره ښکاره تیری وباله.

په تورخم کې وروسته له هغې جګړه پیل شوه چې پاکستاني ځواکونو غوښتل کرښې ته څېرمه تاسیسات جوړ کړي خو افغان سرحدي پولیسو یې مخه ونیوله.