ځوان فعالان: افغان حکومت د ډیورنډ کرښې پر سر پټه معامله کړې

د سمون او بدلون لپاره د ځوانو فعالانو شبکه ادعا کوي چې افغان حکومت د ډیورنډ فرضي کرښې پر سر معامله کړې ده.

د دې شبکې مسؤلین وايي چې د افغانستان امنیت شورا د پاکستان له ای اېس ای سره داسې تړون لاسلیک کړی چې له مخې یې پاکستان د ډیورنډ د فرضي کرښې په اوږدو کې د تأسیساتو جوړولو اجازه مومي.

د دې شبکې مشر سنګر امیرزاده د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبري غونډې ته وویل چې د تورخم په دروازه جوړ شوی کړکېچ د دواړو هېوادونو تر منځ یو تمثیل دی.

که څه هم هغه په دې اړه کوم اسناد او یا شواهد وړاندې نه کړل خو زیاتوي چې د ډیورنډ په فرضي کرښې تاسیسات د دواړو لورو تر منځ د یوه تړون له مخې چې د افغانستان امنیت شورا او د پاکستان د استخباراتو تر منځ لاسلیک شوی جوړېږي.

حکومت د ډیورنډ پر فرضي کرښې پټه معامله کړي ده

هغه زیاته کړه:

"دا شرمونکی قرارداد چې په پټ ډول لاسلیک شوی دی دې ته زمینه برابروي چې پاکستان په خوست، پکتیکا او تورخم کې تاسیسات جوړ کړي یعنې په یو نه یو شکل د ډیورنډ کرښه معامله شوې ده."

د دری ورځو راهیسې د افغان پوله ساتونکو او پاکستاني نظامیانو تر منځ د تورخم په فرضي پوله وقفه یې جګړه ده چې دواړه لورو ته په کې تلفات هم اوښتي دي.

د دغو جګړو له امله د تورخم لار د زرګونو مسافرو او سوداګریزو توکو لپاره بنده ده او دواړه لوري ډېر وخت یو بل ته ګوته په ماشه ناست وي.

د افغان چارواکو په وینا د یکشنبې په شپه جګړه هغه وخت پیل شوه چې پاکستاني لوري د افغان حکومت سره له همغږۍ پرته غوښتل د تورخم په فرضي دروازه تاسیسات جوړ کړي چې افغان پوله ساتونکو ځواکونو یې مخنیوی وکړ.

افغان حکومت وايي ځواکونه به یې په هر قیمت له خاورې دفاع وکړي خو د ډیپلوماټيکو لارو هم د ستونزې دا اواري هڅو ته نه نه وايي.

افغان حکومت د پاکستان او افغانستان تر منځ د ډیورنډ فرضي کرښه د رسمي پولې په توګه نه پیژني خو پاکستان بیا تل هڅه کړي چې هغه یو رسمي کرښه اعلان شي.

افغانستان او پاکستان په ګاونډ کې پراته داسې هېوادونه دي چې یو له بل سره شاوخوا ۲۴۰۰ کیلومتره پوله لري.

په ورته وخت کې د جمهور رئیس د ویاند مرستیال دواخان مینه پال ازادي راډيو ته وویل چې د ډیورنډ کرښې پر سره هیڅ معامله نه ده شوې او نه به هم کله معامله شي.

ښاغلی مینه پال وايي چې افغان ځواکونه هر وخت د خاورې دفاع ته چمتو دي.

د ډیورنډ کرښې پر سره هیڅ معامله نه ده شوې

هغه زیاته کړه:

"د افغانستان حکومت د تورخم په اړه هیڅ معامله نه ده کړې او که داسې څه وای زموږ ځواکونه به بیا له پاکستان سره نه جنګېدل دا ډول خبرې له حقیقته لرې دي، حکومت چې څه کوي د ملت له سترګو پټ نه دي او نه داسې څه تر سره شوي دي."

د نړیوالو چارو یو شمېر کارپوهان د پاکستان او افغانستان تر منځ جګړه د دواړو هېوادونو په ګټه نه بولي او وايي چې باید د داسې ستونزو اواري ته ډيپلوماټيکې هڅې زیاتې شي.

د دې کارپوهانو له ډلې لطیف نظري وايي چې پاکستان غواړي په داسې حرکتونو د سیمې وضعیت کړکېچن او د ډیورنډ تحمیلي کرښه رسمي کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ