داعش ډلې موصل ته نږدې د عراق پوځ یو قوماندان وژلی

عراقي چارواکي وايي، داعش وسله وال موصل ښار ته نږدې يو عراقی قوماندان وژلی دی.

د عراق د دفاع وزارت ويلي، بريد جنرال احمد بدر الحېبي د يوه نخښه ويشتونکي له خوا د هغو عملیاتو پر مهال ووژل شو چې د موصل ښار کنټرول بېرته نيولو په مقصد روان دي.

نن په يوه اعلاميه کې دغه وزارت د لحېبي ستياينه وکړه، هغه يې سپه سالار وباله.

اعلاميه زیاتوي چې د لحېبي وژنه به د دوی اراده نوره هم پياوړې کړي چې د نينوه ولایت څخه ټول داعش جنګيالي پر شا وتموي.

موصل د نينوه مرکزي ښار دی.

د عراق دوهم تر ټولو لوی ښار موصل په ۲۰۱۴میلادي کال کې د داعش د جنګياليو لاسو ته ولوېد.