تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ بېګا جګړه شوې

د افغانستان او پاکستان د پوځيانو ترمنځ بېګاهم جګړه روانه وه.

د ازادي راډیو خبریال وايي، په سیمه کې بازار تړلی، خلک تګ راتګ نه کوي او د درنو وسلو ډزې اروېدل کېږي.

په دې جګړه کې د تلفاتو دقیق شمېر لا ندی څرګند شوي.

د پاکستان پوځ پرون سې شنبې په دې نښتو کې د خپل یوه جګړن علي چنګیزي د مړینې خبر تایید کړ.

د پاکستان د پوځ دا جګړن په هغو نهو تنو کې و چې د تورخم په جګړه کې زخمي شوي او بیا روغتون ته لېږدول شوي وو.

جګړن چنګیزي پرون په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د پاکستان د پوځ لوي درستیز جنرال راحیل شریف پرون د دې پوځي د جنازې مراسمو ته ورغلی و.