زاخېلوال: د تورخم ستونزه باید د خبرو له لارې حل شي

د پاکستان لپاره دا فغانستان سفیر اوپه دې هېواد کې د ولسمشر ځانګړی استازی حضرت عمر زاخیلوال به د تورخم د لانجې په اړه له لوړ رتبه پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.

ښاغلي زاخېلوال چې پرون سې شنبې کابل ته تر لنډ سفر وروسته، اسلام اباد ته ستون شو، ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان له ملکي او پوځي چارواکو سره به د دې ستونزې په هوارۍ وغږیږي.

عمر زاخېلوال ټینګار وکړ چې د افغانستان د ولسمشر له نظره، دا ستونزه باید په خبرو حل شي او جګړه د حل لار نه ده.