محسني: انتخابات د اصلاحاتو په پلمه سیاسي اختلافاتو ځنډولي

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي چې د ښو انتخاباتو لپاره دې د انتخاباتي سیسټم په اصلاح ټينګار وشي نه د څېرو په بدولو.

د دې کمېسیون غړي او ویاند نادر محسني وايي چې د افغانستان انتخابات د اصلاحاتو په پلمه سیاسي اختلافونو ځنډولي دي.

یاد کمېسیون وايي چې حکومت د انتخاباتي سیسټم اصلاح یوازې د کمېشنرانو بدلول ګڼي.

د دې کمېسیون ویاند او غړي نادر محسني د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د انتخاباتي سیسټم د اصلاح په نوم د حکومت ټولې هڅې سیاسي، غیرمعیاري او غیرقانوني دي.

هغه وايي چې حکومت باید د دې پر ځای د سیسټم اصلاح او ځانګړو میکانیزمونو جوړولو ته کار وکړي.

هغه زیاته کړه:

"په دې هېواد کې چې نظام اصلاح نه شي که ملایکې هم راولې و به نشي کولای چې په افغانستان کې سالم انتخابات تر سره کړي، په انتخاباتي کمېسیونونو کې د څېرو بدلول یوازې د دې لپاره کېږي چې عامه ذهنیتونه ګډوډ کړي."

ښاغلی محسني وايي چې افغان حکومت باید د دې هڅو پر ځای د انتخاباتو تر سره کېدو لپاره د نوي ټکنالوجي په فعالېدو، د رایې ورکونکو په لستونو، نویو کارتونو یا الکترونیکي تذکرو، امنیت او ځينې نورو مسایلو پاملرنه ډېره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د افغانستان ولسي جرګې هم د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د حکومت تقنیني فرمان له دې امله چې د قانون سره په روښانه ټکر کې دی دوه ځله رد کړی دی.

د ولسي جرګې ډېر غړي وايي چې د ملي یووالي حکومت مشرانو د دې فرمان په تصوببېدو غوښتل انتخاباتي کمېسیونونه سیاسي کړي او د موجوده کمېشنرانو پر ځای ځانونو ته وفادار کسان په دندو وګماري.

افغان حکومت بیا ویلي چې د انتخاباتي نظام اصلاح ته په ټوله معنا ژمنتیا لري او د دې لپاره د انتخاباتي اصلاحاتو اړوند فرمان تاید کولای شول هغې ته ښه لار هواره کړي.

د جمهور رییس ویاند هارون چخانسوري د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل د ولسي جرګې له خوا د تقنیني فرمان بیا رد د شاه تګ په معنا بولي او له ځينو بنسټونو سره به د اصلاحاتو په خاطر په نورو لارو کار وکړي.

په همدې حال کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ یا فیفا اجرایوي رئیس یوسف رشید وايي چې د انتخاباتي سیسټم د اصلاح لپاره نه حکومت او نه انتخاباتي کمېسیونونو څه کارونه کړي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"له بده مرغه په ټوله کې د انتخاباتو بهیر له نورمال حالت څخه وتلی دی او د سیاسیونو او هغو خواوو تر منځ محاصره شوی دی چې دوی په ریښتیني توګه ونشو کولای د اصلاحاتو لپاره څه وکړي، حکومت د اصلاحاتو په نوم په هغو اصلي او ضروري کارونو کې پاتې راغلی چې باید کړي یې وای."

هغه وايي چې انتخاباتي کمېسیونونو کمېشنرانو باید د انتخاباتو اړوند ستونزې او د تېرو انتخاباتو په اړه قضاوت له خلکو سره په ښه ډول شریک کړی وای.

افغان حکومت د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو لپاره د نور اصلاحاتو راوستلو تر څنګ د انتخاباتي کمېشنرانو په بدلولو ټينګار کړی دی.

د فیفا اجرایوي ئیس ښاغلی رشید وايي چې که حکومت د انتخاباتي نظام اصلاح لپاره په هراړخیزو تغیراتو کار ونه کړي روانې هڅې کله هم هیله بخښونکې نه دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ