لایق: کابل باید د پاکستان په اړه د "م.م" امنیت شورا ته شکایت وکړي

د سیاسي چارو یو شمېر کتوونکي وایي، پاکستان د دې لپاره د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې سرغړونې کوي چې د ډیورند کرښې رسمیت پیژندو ته زمینه برابره کړي.

د چارو کتوونکی او د سرحدونو پخوانی وزیر سلیمان لایق وایي، د ډیورند کرښې په اوږدو کې د سرغړونو د دوام زیان تر ډېره پاکستان ته رسېږي، ځکه چې نړیوال اصول تر پښو لاندې کوي.

ښاغلی لایق وایي، تر ټولو ښه لاره داده چې افغان حکومت په دې اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت وکړي.

له سلیمان لایق سره زمونږ همکار اسدالله لودین مرکه کړې او په سر کې ترې پوښتلي چې پاکستان په تورخم کې د تائسیساتو په جوړولو او جګړې څه اهداف تعقیبوي؟

Your browser doesn’t support HTML5

له سلیمان لایق سره مرکه