حکومت غواړي له پاکستان سره ستونزه د خبرو له لارې حل کړي

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، غواړي په تورخم کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ را ولاړه شوې ستونزه له ډیپلوماټیکو لارو حل کړي.

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال نن ازادي راډيو ته وویل، په تورخم کې روان ستونزمن وضعیت د دواړو هېوادونو په زیان دی:

"د افغانستان حکومت غواړي چې د تورخم پر سر باندې را ولاړه شوې، لانجه له ډیپلوماټیکو لارو حل کړي، موږ هم په دې باور چې له ډيپلوماټیکو لارو کېدلای شي، دا ستونزه یوه اصولي حل لاره پيدا کړي."

ښاغلی مینه پال زیاتوي له خپلې خاورې دفاع د افغان حکومت مسوولیت دی.

وروسته له هغې چې پاکستاني لوري په تورخم کې د یوې دروازې د جوړولو چارې پيل کړې، د دواړو لورو ترمنځ نښته رامنځ ته شوه چې مرګ ژوبله یې هم درلوده.

د راپورونو له مخې اوس هم په سیمه کې وضعیت ترینګلی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی او په دې اړه یې د توضحیاتو غوښتنه کړې.

اخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي په اسلام کې یې افغان سفیر ورغوښتی و او هغه ته یې په دې اړه اعتراض سپارلی دی.