کابل پوسټ: پاکستان ته حوصله بس ده

په تورخم کې د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ جګړه او د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر د فرمان د ردولو اغیزې د کابل چاپ د نن ورځپاڼو مهم مطالب او تبصرې دي.

کابل پوسټ:

پاکستان ته حوصله بس ده، دا کابل پوسټ ورځپاڼې د سرمقالې سرلیک دی چې په تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ وروستیو جګړو ته ځانګړې شوې.

په سرمقاله کې راغلي، د پاکستان په اړه د افغان حکومت پالیسي ډېره محافظه کارانه او له خطره ډکه ده.

د سرمقالې لیکوال ویلي، پاکستان تل د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې سرغړونې کوي خو افغان حکومت تراوسه د دوی د دغو سرغړونو په اړه د ملګروملتونو امنیت شورا ته په زغرده شکایت نه دی کړی.

د ورځپاڼې په باور، افغان ځواکونه له هېواده د دفاع بشپړه وړتیا لري او حکومت ته په کار ده چې د پاکستان سرغړونو ته په جرئت ځواب ورکړي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د وسله وال پوځ سر اعلی قومندان محمد اشرف غني ټولو امنیتي ځواکونو ته لارښونه کړې چې په هېواد د هر یرغل مخنیوی وکړي او یرغلګرو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.

په سرمقاله کې راغلي، پاکستاني پوځ وړمه شپه په تورخم کې د یرغل پرمهال د افغان ځواکونو له خوا ماتې وخوړه، مړي یې په میدان پاته شول او ټپيان یې نږدې روغتونونو کې بستر شول.

د ورځپاڼې په باور، که پاکستان دې سرغړونو ته دوام ورکړي، ولس به یې په وړاندې راپاڅیږي او بیا حکومت هم د ولس د ارادې مخه نه شي دب کولای.

د ولسمشر تقنیني فرمانونه د حکومت او ولسي جرګې تقابل که تعامل، دا د سرخط ورځپاڼې د سرمقالې سرلیک دی.

په سرمقاله کې راغلي، ولسي جرګې پرون یو ځل بیا د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان رد کړ او د ولسي جرګې راتلونکي انتخابات له نامعلوم برخه لیک سره مخ شول.

د سرمقالې لیکوال ویلي، اوس ولسمشر کولای شي چې د سترې محکمې یا د اساسي قانون په عملي کېدو د څار کمېسیون په مرسته د خپل فرمان مادې عملي کړي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې بیا په سرمقاله کې لیکلي چې د تقنیني فرمان رد د فاجعې مخه ونیوله خو حکومت ته هم داسې پلمه په لاس ورغله چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات په خپل وخت ترسره نه کړي.

په سرمقاله کې راغلي، که چیرې ولسي جرګې دغه فرمان تصویب کړی وای، انتخاباتي کمېسیونونو کې به نوي کمیشنران داسې ځای پر ځای شوي وای چې پنځوس فیصده د ولسمشر او پنځوس فیصده به د اجرائیه رئیس پلویان و.

د سرمقالې لیکوال ویلي، له حکومت سربیره په کابل کې د امریکا او بریتانیا د سفارتونو استازو له وکیلانو سره پټې خبرې درلودې چې د ولسمشر فرمان تصویب کړي، د لیکوال په خبره همدې پټو خبرو د یوشمیر وکیلانو پر افغاني غرور اغیز وکړ او فرمان ته یې د رد رایه ورکړه.