د امریکا اپاچي هلیکوپټرو په عراق کې د داعش پر اهدافو بمباري کړې

پنټاګون وايي، د لومړي ځل لپاره د امریکا اپاچي هلیکوپټرو په عراق کې د اسلامي دولت د وسله والو پر اهدافو بمباري کړې.

ویل کیږي چې اپاچي الوتکو قایره سیمه کې چې د موصل جنوب ته په پنځوس کیلومترۍ کې پرته ده د داعش یو موټري بم له منځه وړی دی.

د امریکا د دفاع وزیر اش کارټر په بروکسل کې د خبرو پر مهال وویل، دا برید د عراقي ځواکونو د هغه کمپاین په ملاتړ شوی چې غواړي موصل محاصره او بالاخره ونیسي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند کریسټوفر شیروډ وايي، د عراق حکومت د عراقي ځواکونو په ملاتړ د اپاچي الوتکو کارول تایید کړي دي.

کارټر د تېر ډیسمبر راهیسې د عراق حکومت ته ویلي و چې امریکايي پوځیان غواړي په عراق کې له اپاچي الوتکو څخه د عراقي ځواکونو د ملاتړ لپاره کار واخلي. خو د عراق حکومت تر اوسه دا رد کړې وه.

چارواکو ویلي دا ځکه چې د عراق صدراعظم حیدرالعبادي نه غوښتل چې د شیعه وسله والو غوسه راوپاروي ځکه هغوی په عراق کې د امریکا د جنګي عملیاتو د پراخېدو سره مخالف دي.