په تورخم کې دواړو لورېو پر یو بل ډزې کړي

وروسته له هغې چې افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو د دوشنبې په ورځ یو وار بیا پر یو بل ډزې کړي د تورخم په دواړو خواوو کې وضیعت ترینګلی دی.

د ننګرهار د امنیې قومندان زړور زاهد د دوشنبې په ورځ وویل چې د تورخم په بندر کې په وروستۍ پېښه کې یو افغان سرتیری وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د ښاغلي زاهد په وینا پاکستاني پوله ساتو وروسته له هغې ډزې پیل کړي چې افغان لوري ترې وغوښتل په صفري نقطه کې دې د دروازې د جوړولو کار ودروي.

خو پاکستاني لوری وايي، دا دروازه یې د پاکستان په خاوره کې جوړوله او افغان لوري د دروازې د جوړولو د کار له پیل سره سمې ډزې پیل کړې.

پاکستاني چارواکي وايي، د دوی خواته دوه پوله ساتي او نهه ملکیان ټپیان شوي دي.

راپورونه وايي چې تر پرون ناوخته پورې د دواړو خواوو ترمنځ د ډزو تبادله روانه وه.

اخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په اسلام کې یې افغان شارژاده فیر ورغوښتی و او هغه ته یې په دې اړه اعتراض سپارلی دی.