سرچینه: د تورخم په نښته ۲۱تنه پاکستاني سرتیري وژل شوي

د افغان حکومت یوه باوري سرچینه وايي چې په تورخم کې د رامنځته شوې نښتې له امله یووېشت پاکستاني سرتیري وژل شوي او درې وېشت نور یې ټپیان دي.

دې سرچینې د نوم د نه ښودولو په شرط نن ازادي راډیو ته وویل چې برید پاکستاني ځواکونو کړی او افغان ځواکونو یوازې له خپلې خاورې دفاع کړي.

خو دغه سرچینه وایي، افغان حکومت به د پاکستان ددغه ښکاره یرغل په اړه مستند کېدونکي اسناد ملګرو ملتونو ته وسپاري.

په ورته وخت کې د افغانستان ولسي جرګه بیا وايي افغان حکومت باید له ځنډ پرته پرافغان خاوره د پاکستان د تجاوز په اړه خپل درېځ واضح او له ولس سره شریک کړي.