د زعفرانو د کرنې ملي سټراټیژي منظوره شوه

د افغانستان د صنعتکارانو د ټولنې مشر وایي چې پرون د اقتصاد د عالي شورا په غونډه کې د زعفرانو د کرنې ملي سټراتیژي منظوره شوه.

شیرباز کمین زاده ازادي راډیو ته وویل، اوس وخت په ۲۱ ولایتونو کې د زعفرانو کرکېلې ته زمینه برابره شوې او په پنځو کلونو کې یې تولید له ۵ ټنو څخه ۱۴ ټنو ته ډېرېږي او ورسره به یې عاید په کال کې له ۵ میلیونو ډالرو څخه ۲۰۰ میلیونو ډالرو ته پورته شي.

د صنعتکارانو د ټولنې د مشر په خبره د اقتصاد د عالي شورا په غونډه کې افغان ولسمشر ویلي باید داسې یوه کمېټه جوړه شي چې د افغانستان د زعفرانو د تولید، پروسس، ترویج او بازار موندنې په هکله په هر اړخېزه توګه کار وکړي.

اوس وخت چې یوازې په هرات او فراه کې زعفران کرل کیږي محصولات یې عربي هېوادونو او چین ته صادریږي.