په کابل کې د وتلي سندرغاړي احمدظاهر تلین ونمانځل شو

یو شمېر سندرغاړو او فرهنګیانو نن په کابل کې د وتلي سندرغاړي احمدظاهر تلین ونمانځه.

دوی په خپلو خبرو کې وویل چې د احمد ظاهر هنر او موسیقي نه تکراریدونکي ده.

احمد ظاهر په پښتو،دري، اردو، انګلسي او په یو شمېر نورو ژبو باندې سندرې ویلي او هر کال ترې د هغه د مینوالو له خوا یادونه کیږي.

احمد ظاهر د ١٣٥٨ لمريز کال د غبرګولي پر ٢٤ مه په سالنګ کې په یوه ټرافیکي پیښه کې ووژل شو.