عراقي پوځ: له فلوجه ښاره د ملکیانو د وتلو لار مصونه شوې

د عراق پوځ نن وویل چې د فلوجه له ښاره د ملکیانو د وتلو لپاره یې لومړنې نسبي خوندي لاره مصون کړې ده.

دغه ښار چې بغداد ته نږدې د اسلامي دولت ډلې په ولکه کې دی د عراق پوځ یې د بیرته نیولو لپاره له څو ورځو راهیسې عملیات پیل کړې دي.

د ګډو ځواکونو د عملیاتو د قوماندانۍ ویاند جنرال یحیی رسول رویترز ته وویل چې دغه خوندي لاره د فلوجه په جنوب لویدیځ کې ډاډمنه شوې ده.

د هغه په وینا مخکې هم خوندي لارې رامنځ ته شوې وې خو د خوندیتوب له پلوه دا اولنۍ ترټولو ښه امن شوې لاره ده.

د د دغو عملیاتو یوه بل ویاند بريد جنرال سعد معن په دغو عملیاتو کې د پرمختګ خبره وکړه او ویي ویل چې د تروریزم ضد جزوتام په کې د پام وړ رول لوبولى دى.

ویل کیږي په فلوجه ښارکې شاوخوا پنځوس زره ملکیان بند پاتې دي.