د تقنیني فرمان په اړه د ولسي جرګې بحث ولې بې نتیجې پای ته ورسېد؟

د ولسي جرګې له خوا د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر د فرمان بې برخه لیکه پاته کېدل او په افغانستان کې امریکایي ځواکونو ته د واکونو زیاتول د کابل چاپ د نن ورځپاڼو مهم مطالب او تبصرې دي.

اطلاعات روز​:

اطلاعات روز ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې ولسي جرګې د انتخاباتي کمېسیونونو د تشکیل، دندو او صلاحیتونو په اړه د ولسمشر دویم اصلاحي فرمان پرون هم تصویب نه کړ او بلې ورځې ته وځنډید.

په سرمقاله کې راغلي، کله چې پرون دغه فرمان د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې شو نو وکیلان یې په دوو برخو وویشل او له همدې فرمان سره د مخالفو او ملاتړو وکیلانو بحثونه دومره وغځېدل چې کومې پرېکړې ته زمینه برابره نه شوه.

د سرمقالې لیکوال ویلي، حکومت هم نه غواړي چې اصلاحات راشي او د ولسوالیو شوراګانو انتخابات ترسره شي.

د ورځپاڼې په باور، که د ولسوالیو شوراګانو انتخابات وشي، د لویې جرګې د جوړولو یو مهم عنصر پيدا کیږي او حکومت په داسې حال کې چې له ژمنې سره سم تر راتلونکو څلورو میاشتو باید لویه جرګه را وغواړي، لویې جرګې ته زړه نا زړه دی.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې بیا په دې اړه مطلب کې لیکلي، یو شمېر وکیلان د دې لپاره د انتخاباتي کمېسیونونو د تشکیل، دندو او صلاحیتونو په برخه کې د ولسمشر د فرمان خلاف دي چې په ولسي جرګه کې خپل حضور ته دوام ورکړي.

په مطلب کې د فرمان د یو شمېر ملاتړو وکیلانو په حواله لیکل شوي، د ولسي جرګې هغه شمېر غړي د فرمان خلاف دي چې په ځان باور نه لري چې د ولسي جرګې په راتلونکو انتخاباتو کې به د ولس رایې ترلاسه او بیا به جرګې ته لاره پيدا کړي.

هېواد:

د ترهګرو پرضد د امریکا په دریځ کې بدلون د مخالفینو پر خوله بل سخت ګوزار، دا د هېواد دولتي ورځپاڼې د سرمقالې سرلیک دی.

په سرمقاله کې راغلي، یو شمېر وسله والې مخالفې ډلې د افغانستان په ګاونډ کې پالل کېږي او د دوی پر ضد د امریکا هغه اقدام به ګټور وي چې ویلې یې دي، امریکایي ځواکونه به د تروریزم ضد عملیاتو کې مستقیمه برخه اخلي.

د سرمقالې لیکوال ویلي، په پاکستان کې دالقاعده د بنسټ ایښودونکي اسامه بن لادن او بیا د طالبانو د مشر اختر محمد منصور وژل دا ثابتوي چې دغه هیواد د ترهګرو ملاتړی او د امریکا د لستوڼي مار دی.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله کې لیکلي چې د اوباما نوې پرېکړه د جګړې د دوام یوه وسیله ده او په امریکا کې دا بحثونه را ولاړ شوي چې امریکا د افغانستان جګړې ته بیا ورګرځي.

په سرمقاله کې راغلي، د اوباما نوې پریکړه به امریکایي ځواکونه د افغانستان په جګړه کې بیا ښکیل کړي او طالبانو او نورو وسله والو ډلو ته به دا دلیل پيدا کړي چې خپلو جګړو ته دوام ورکړي.

د سرمقالې لیکوال ویلي، یوازې هغه کسان د اوباما په نوې پریکړې خوشحاله دي چې د جګړې دوام غواړي.