القاعده شبکې له طالبانو سره بیعت وکړ

د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د طالبانو له نوې مشر هبت الله اخوندزاده سره بیعت اعلان کړی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې الظواهري د طالبانو نوې مشر ته خپل دا بیعت په یوې څوارلس دقیقه یې صوتي پیغام کې څرګند کړی دی.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال ازادي راډیو ته وویل، له طالبانو څخه د ایمن الظواهري ملاتړ په دې معنی دی چې دا ډله په افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو اجنډا عملي کوي.

د مینه پال په وینا طالبان له نړ یوالو ترویستانو سره یو ځای د خپلو خلکو پر ضد دریدلي دي.

هبت الله اخواندزاده څو ورځې مخکې وروسته له هغې د افغان طالبانو مشر وټاکل شو چې ددې ډلې پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یو برید کې ووژل شو.