دانش: د تښتول شوې هندۍ مېرمنې د خلاصون هڅې پيل شوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په کابل ښار کې د تښتول شوې هندي مېرمنې د خلاصون لپاره هڅې پيل شوې دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش نن ازادي راډيو ته وویل دا هڅې د کشفي او استخباراتي معلوماتو په اساس مخ ته ځي:

"د کابل پولیس له کشفي او استخباراتي او نورو اړوندو امنیتي اداروسرهپه هماهنګۍ کار کوي، څو د تښتول شوې میرمن د ژر خلاصون لپاره اقدامات کړي."

د کابل د امنیه قومندانۍ د جنايي تحقیقاتو رئیس فریدون عبیدي وايي چې د جمعې په شپه د کابل ښار د تایمني له سیمې څخه یوه هندي مېرمن اختطاف شوې ده.

څه موده وړاندې په ننګرهار کې هم نامعلومو وسله والو یوه اسټرالیايي مېرمن تښتولې چې تراوسه یې برخلیک معلوم نه دی.