داعش ډله سوریې، عراق او لېبیا کې تر سخت فشار لاندې ده

د اسلامي دولت په نامه ډله یا داعش په دې ورځو کې په سوریې، عراق او لیبیا کې تر سخت فشار لاندې ده.

په دې درې واړو هېوادونو کې د دې ډلې د فعالیت او قومندې اصلي مرکزونه د حکومتي ځواکونو او قومي ملېشو لخوا کلابند شوي دي.

د سوريې شمالي ولایت رقه د اسلامي دولت په نامه ډلې یا داعش پایتخت بلل کېږي.

د سوريي حکومتي ځواکونو چې د روسيې جنګي الوتکې يې له هوا ملاتړ کوي، له څو ورځو راپدېخوا رقه ولایت کلابند کړی او د داعش پر سنګرونو پراخ مځکني او هوايي بریدونه کوي.

حکومتي ځواکونو تېره ورځ رقه ښار ته تلونکې لویه لاره ونیوله او د اسلامي دولت په نامه وسله وال يې پر شا وتمبول.

بل لور ته کرد ملېشې چې د امریکا هوايي ملاتړ ورسره دی هم د سوريې په شمالي سیمو کې له داعش سره په جګړه بوخت دي او ځیني مهمې سیمي يې نیولي دي.

په ګاوندي عراق کې حکومتي ځواکونه د کرد ملېشې د انبار ولایت د مهم ښار فلوجه پر لور پر مختګ کوي.

فلوجه د عراق لومړنۍ ښار و چې د اسلامي دولت په نامه ډلې یا داعش په دوه زره او څوارلسم کال کې ونیو.

د عراق پوځ د شمالي ښار موصل څنډو ته چې د داعش تر کڼترول لاندې دی ،ټانکونه او زغره وال وسایط لېږي او پر دغه ښار د پراخو مځکنیو او هوايي بریدونو لپاره چمتوالۍ نیسي.

د عراق د کردستان خپلواکې سیمې ملېشه ځواک پېشمرګه هم پر موصل د عملیاتو لپاره د تیارسۍ په حالت کې دی.

له لیبیا څخه رسېدلي راپورونه وايي چې د دې هېواد د ملي یووالي د حکومت ځواکونو د جمعې په ورځ د سیرت ښار یوه برخه د اسلامي دولت په نامه ډلې څخه نیولې ده.

د لویدیځ په ملاتړ د لیبیا د ملي یووالي حکومت هڅه کوي چې په دغه هېواد کې د پخواني واکمن معمر قذافي د نظام له ړنګېدو وروسته پیدا شويناکراري او ګډوډي مهار او ددې هېواد په شمال او ځینو نورو برخو کې د داعش وځپي.

داعش په ۲۰۱۴ کال کې د لومړي ځل لپاره په لیبیا کې فعالیت پیل کړ.