فراه: د کوچنیانو د ګوزڼ ویروس مهار شو

په فراه کې چارواکي وايي، د کوچنیانو د ګوزڼ يا پولیو ویروس یې مهار کړ.

د فراه والي اصف ننګ وايي، په دې ولایت کې يې د ګوزن هیڅ نوې پېښه نه ده ثبت کړې.

ښاغلي ننګ پرون پنجشنبې ازادي راډیو ته وویل، د ګوزڼ د محو کولو لپاره د واکسین د ویش څلور دورې په بریالیتوب بشپړې کړې او پینځمه یې روانه ده.

اصف ننګ زیاته کړه:

"په ټوله فراه کې موږ ۱۸۰ زره ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیو د مخنیوي واکیسن رسولی. یوازې یو کلي په بکواه او دوه کلي په ګلستان ولسوالیو کې پاتې شوي دي. طالبانو هم تر اوسه د واکسین صریح ممانعت نه دی کړی نو له همدې امله، په تېر یو نیم کال کې په دې ولایت کې د پولیو نوې پېښه نه ده ثبت شوې."

د والي اصف ننګ په وینا، په فراه کې د کوچنیانو د فلج څلور پېښې مخکې ثبت شوې خو دا ویروس کنټرول شوی او د خپرېدو مخنیوی یې شوی دی.