سومالیا کې د ایتوپیايي ځواکونو پر یوه مرکز حمله شوې

افراطي اسلامپالو ډلو په مرکزي سومالیا کې د ایتوپیايي ځواکونو پر یوه پوځي مرکز حمله کړې ده.

د هلګان Halgan په نوم د سیمي اوسیدونکي وايي چې نن سهار وختي یې د یوې درنې چاودنې او وروسته د ډزو اوازونه واورېدل.

له القاعده شبکې سره تړلې الشباب ډلې ویلي چې د افریقايي ټولنې پر پوځي مرکز یې موټربم حمله کړې، مرکز ته له ننوتو وروسته یې شپیته ایتوپیايي سرتیري وژلي او خپل شپاړلس وسله وال يې هم له لاسه ورکړي دي.

د افریقايي ټولنې پوځي ځواکونو ویلي چې د الشباب برید یې په شا تمبولی او د دې ډلې ۱۱۰ وسله وال یې وژلي دي.

د دې ځواکونو په ترکیب کې د افریقايي هېوادونو سرتېري شامل دي چې د الشباب افراطي ډلې پرضد په مبارزه کې د سومالیا د لویدیځ پلوي حکومت او پوځ ملاتړ کوي.