ملي مشارکت ګوند: بې کفایته والیان باید له دندو لېرې شي

د افغانستان د ملي مشارکت ګوند وايي بې کفایته والیان باید له دندو لېرې شي.

د دغه ګوند رییس نجیب الله کابلي نن په کابل یوې غونډې ته وویل چې ځیني والیان د یو شمېر بهرنیو هېوادونو د ګټو لپاره کار کوي.

خو د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره د والیانو د بې کفایتۍ په اړه د ملي مشارکت د ګوند د رییس خبرې بې اساسه بولي.

د دې ادارې ویاندې منیره یوسف زاده وايي، والیان د تجربې او لیاقت په اساس په دندو ګمارل شوي او په دې برخه کې کومه ستونزه نه ده موجوده.