په فراه کې د غنمو حاصلات دوه برابره زیات شوي

د فراه ولایت د کرنې مسولین وايي چې په دغه ولایت کې د غنمو حاصلات دوه برابره زیات شوي دي.

د دغه ولایت د کرنې ریس عبدالمنان متین ازادي راډیو ته وویل، تېر کال په دغه ولایت کې په ۲۵ زره هکتاره ځمکه غنم کرل شوي و چې سږ کال دغه اندازه ۳۴ زره هکتاره ته لوړه شوې او حاصلات يي هم یو لک او شل زره ټنه شوي دي.

د ښاغلي متین په خبره د دغو حاصلاتو د لوړېدو علت په دغه ولایت کې د اوبو ډېروالی، د اصلاح شوېو تخمونو ویشل او د سولري واټر پمپونو څخه د بزګرو ګټه اخېستنه ده.